د زمكې حفاظت زمونږ ټولو ذمه واري ده٬قدرتي وسائل په زېركتيا كارول ضروري دي۔د سينيټ چيئرمېن پېغام

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي زمكه زمونږ مور ده٬د دې حفاظت زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬قدرتي وسائل به زېركتيا كارول ضروري دي۔د نهې په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ څخه د ورلډ ارتھ ډے په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل زمكه زمونږ مور ده٬د دې حفاظت زمونږ د ټولو ذمه داري ده٬يوم ارض د قدرت لخوا د راكړی شوي امانت يادګېرنه ده۔ده ووئيل د قدرتي وسائلو په دانشمنده طريقه كارول ضروري دي۔يوسف رضا ګېلاني ووئيل ځوانان دې د زمكې تحفظ لپاره فعاله كردار ولوبوي۔ماحول دوست اقدامات او ماحولياتي خبرتيا د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئېل پاكستان ماحولياتي تحفظ په نړيوالو لوظ نامو عملدرآمد لپاره عزم لري۔