اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د پبلک اکاٶنټس کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ چيئرمېن جنېد اکبر خان په مشرۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوند د سركاري ادارو لوړ پورو ګډون كړې۔ په غونډه كښې د پاکستان رېلوے د آډټ اعتراضونو جاج په مهال د رېلوے سيکرټري ووئيل د رېلوے د پنشن بجټ اوس هم كافي نه دے ٬ پنشنرز ته د دوه كالو راهسې د پنشن فوائد نه دې ترلاسه شوي٬ اوس 64 اربه رقم بېل كړے شوے دے٬ د 13 اربه نه زياته لائبلټي رامخې ته شوې ده٬ د رېلوے آپريټنګ منافع يو ارب ته نزدې ده۔ پبلک اکاٶنټس کميټۍ ته ووئيل شول د درې اربه نه د زيات مټيريل اخستو كښې د پيپرا رولز خلاف ورزي شوې ده په دې د رېلوے سيکرټري ووئيل دا د سل لوكو موټو د مرمت پروژه وه٬ پي اے سي په دې د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې تاسو دا معامله تراوسه ولې حل كړې نه ده٬ د آډټ چارواكو ووئيل چې د رېلوے او پيپرا ترمېنځه د مرستې د نشتوالي په سبب دا معامله نه ده حل شوے ٬ چيئرمېن ووئيل چې د كمېټۍ وخت ضائع كېږي دا د چا ذمه واري ده په دې د رېلوے سيکرټري پي اے سي ته د كاروائۍ كولو باور وركړو۔ په دې موقع د يو شمېر نورو اړوند چارو هم احاطه وكړې شوه۔