د خزانې وزارت متوقع بچتونه تر 30 اپرېل كال 2025 د سرېنډر كولو امر وكړو

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وزارت د روان مالي كال په مهال متوقع بچتونه تر 30 اپرېل 2025 د سرينډر کولو لپاره ټولو پرنسپل اکاؤنټنګ افسرانو ته امر كړے دے۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري دفتر ياددښت له مخې دا پرېكړه د پبلک اکاؤنټس کميټۍ د اوسني هداياتو په رڼا كښې شوې ده چې مقصد ئې د فنډز په وخت واپسي باوري كول دي دغسې چې مالي وسائل ھغه څانګو ته منتقل كړې شي چرته چې ئې په سمدستي توګه حاجت دے۔ د خزانې وزارت د سول حکومت د روزانه خرڅونو، سبسډيز، نظرِثاني شوے پي اېس ډي پي په پرمختيائي فنډز كښې د متوقع بچتونو واپس كولو امر كړے دے٬ ٬ په دې لړ كښې د دفتري ياددښت له مخې په 9م اپرېل هم يو درخواست جاري كړې شوې۔