د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني جامشورو كښې په ټرافيكي پېښه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په جامشورو كښې په رامخئ ته شوې ټرافيكي پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخئ ده د حق رسېدليو كورنيو سره د همدردۍ او عمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل چې د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔