جناح سكوائر انډر پاس به په 35 ورځو كښې جوړ شي ٬ دې څخه به د اسلام آباد هوائي مېدان څخه تر مري سګنل فري كوريډور آسانۍ ترلاسه شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي جناح سكوائر انډر پاس به په 35 ورځو كښې جوړ شي٬ دې څخه به اسلام آباد هوائي مېدان څخه تر مري سګنل فري كوريډور آسانۍ ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د جناح سكوائر مري روډ انډر پاس پراجيكټ دورې په موقع وكړه ۔داخله وزير په منصوبه د روان تعميراتي كار جاج واخست٬هغه انډرپاس په ريكارډ 35 ورځو كښې د بشپړولو او سپيډ سره سره د معيار په هر صورت ساتلو هدايت وكړو ۔ده د وګړو تګ راتګ لپاره د متبادل لارې ټرافيك لپاره د پرانستې ساتلو هدايت هم وكړو۔ده ووئيل اسلام آباد هوائي مېدان څخه تر مري سګنل فري كوريډور څخه وګړو ته د تګ راتګ كښې هم آسانۍ وي٬ دې څخه به اسلام آباد كښې د ټرافېك جام كېدو د كلونو پخوانۍ مسئله حل او سېلګرو ته مري ته رسېدو له آسانې تر لاسه شي۔ دغسې پراجيكټ به كشمير چوك سره نزدې د ټرافيك ګڼه كمولو له هم مرستياله وګرځي۔د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندهاوا داخله وزير ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل په پراجيكټ سټركچر او روډ نيټ ورك په تندۍ سره كار روان دے٬انشاﺀالله پروژه به په ټاكلي وخت كښې بشپړه كړې شي۔ده ووئيل په دې منصوبه كښې 479 ميټر اوږد انډر پاس شامل دے۔