
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي حكومت ځوانان د ماركيټ ضروريات له مخې هنر منده جوړولو لپاره ووكيشنل ټريننګ پلو پام لرنه كوي٬د ايمپلائز اولډ ايج بینیفټ او وركرز ويلفيئر فنډ د كار دائره پراخه كيږي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو خرګندونه ده د انټرنېشنل ټريډ يونين كنفيډرېشن سېكرټري جنرل لوك ټرائينګل سره په خبرو كښې كړی چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د آئي ټي يو سي سيمه ايز سيكرټري جنرل شوئیا یوشیډا نه علاوه وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ٬احد خان چيمه٬چوهدري سالك حسېن٬وزير مملكت عون چوهدري٬خاصر مرستيال طارق فاطمي او اړوند اعلٰی چارواكي موجود وو۔وزيراعظم د انټرنېشنل ټريډ يونين كنفډرېشن په نړيواله كچه د افرادي قوت حقونو لپاره هڅې ستائېلو سره ووئېل پاكستان انټرنېشنل ليبر آرګنائزېشن سره په ګډه د خواري كښو او كاركنانو حقونو لپاره كار كوي ۔وزيراعظم ووئيل د ايمپلائز اورلډ ايج بینیفټ او وركرز ويلفيئر فنډ د كار دائره پراخه كوو دغسې چې زيات نه زيات ملازمين٬كاركنان او افرادي قوت ترې مستفيد شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان موسمياتي بدلونونو څخه تر ټولو زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے٬كال 2022 سېلاب څخه پاكستان ته د 30 ارب ډالره زيان رسېدلے ؤ۔د دې موسمياتي بدلونونو له امله پاكستان كښې خواري كښو او كاركنانو ته د روزګار په اړه ډېر مسئلې ورمخې ته شوي ۔ د انټرنیشنل ټریډ یونین کنفیډریشن سیکرټری جنرل لوک ټرائینګل پاكستان كښې د جمهوري اقدار ستائنه كولو سره په هېواد كښې د خواري كښو او كاركنانو ښه والي لپاره شوې اقدامات وستائېل۔