
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د آزاد كشمير مشرتابه اعلٰی كچ پلاوي ملاقات وكړو او د وفاقي حكومت آزاد كشمير لپاره په روان پرمختيائي پروګرام يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د مسلم ليګ(ن)يو كے صد چوهدري عبدالرحمان٬د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير صدر شاه غلام قادر٬ د مسلم ليګ(ن)آزاد كشمير سيكرټري جنرل طارق فاروق سره سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬د اولسي چارو وزير رانا مبشر اقبال او د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناﺀ الله شريك وو۔دغسې په ملاقات كښې د آزاد كشمير د سياسي چارو صورتحال په اړه هم خبرې وشوې۔