اسلام آباد ۔ 22 (اے پي پي) د باكستان بشمول په ګرده نړۍ كښې د زمكې نړيواله ورځ ونمانځلې شوه ۔ د مخ د زمكې ساتنه زمونږ د ټولو ذمه واري ده او د دغې ذمه وارۍ تر مخه هر كال په نړۍ كښې په 22 اپرېل “ورلډ ارته ډے” نمانځلې شي ٬ دغسې چې زمكې ته د پیښو ماحولياتي خطرات په اړه خبرتيا راپېدا كړې شي۔ سږ كال د ورځې نمانځلو سر خط زمونږ طاقت زمونږ سياره ټاكلے شوے۔ په ټوله نړۍ كښې انسانانو د خپلو ضروري او غېر ضروري هلو ځلو څخه د زمكې قدرتي نظام باندې ژور اثرات مرتب كړې دي د كومو په سبب چې نن مونږ د زلزلو ٬ سمندري طوفان ٬ خشك سالۍ ٬ د ځنګلونو اور لګېدلو او د قحط مسئلو سره مخ كېږو۔ كه مناسب ګامونه وانغستلې شول نو په سباون كښې د طبعي آفتونو شرح كښې تر خطر ناك حد د زياتوالتي راتللو اندېښنه ده۔ د زمكې ورځ به مهال ټول هېواد كښې د سركاري او شخصي تنظيمونو تر سېوري لاندې پروګرامز او دستورې وشوې ٬ دغسې چې عام كس ته د زمكې مسائلو په اړه خبرتيا وركرې شي۔