
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزېب وئيلي دي پاکستان امريکې سره په لويه كچه معاشي روابطو ته د ودې وركولو خوښي لري٬ په پاكستان كښې به د امريكائي فرمونو د سرمايه كارۍ هركلے كوٶ۔ ده دا خبره نړيوالې مجلې “بلوم برګ” سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل امريکې سره معاشي او تجارتي روابطو ته وده وركول غواړو او په دې لړ كښې به مونږ په تعميري ډول مخ په وړاندې ځوو٬ ډېر زر به يو سركاري پلاوي د امريكې دوره وكړي۔ ده ووئيل پاکستان امريکې څخه نوره پومبه او سويا بين اخستل غواړي، د غېر ټيرف خنډانو ختمولو لپاره هم خبرې روانې دي دغسې چې د امريكې مصنوعات لپاره د پاكستان د ماركيټ دروازې خلاصې كړې شي۔ ده ووئيل د امريكې مصنوعات له كه په پاكستان كښې كوم غېر ضروري جانچ پړتال يا خنډان وي د ھغې جاج اخستو له چمتو يو٬ مونږ په پاکستان كښې د امريکائي فرمونو د سرمايه كارۍ هركلے كوو او په خاص توګه د كان كنۍ او معدنيات په نوو څانګو كښې به د امريكائي سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت معيشت د تل پاتې پرمختګ په لاره روانولو لپاره اقدامات كوي٬ د پرمختګ په سفر كښې به سرمايه كارۍ كولو نړيوالو مالياتي منډيانو سره رجوع كوٶ، ده ووئېل هېواد د معاشي اپ ډاٶن د چكر نه بهر كول زمونږ نصب العين دے، حکومت پاکستان د مستحکم پرمختګ په سفر د سمولو عزم لري٬ د خزانې وزير ووئيل پاكستان نړيوالو کيپټل مارکيټونو څخه د استفادې کولو لپاره هم اقدامات كوي، پاکستان به سږ كال د 200 نه تر 250 ملين ډالرو ماليت وړومبے پانډا بانډز جاري كوي۔