وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په ساهيوال كښې د بي آئي ايس پي د دفتر دوره

ساهيوال 22 اپرېل (اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په ساهيوال كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي ايس پي) دفتر دوره وكړه۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د د جاري فيلډ سروے جاج واخست او د موجوده سائلينو سره ئې ملاقات وكړو۔ د دورې په مهال وفاقي وزير ته ډپټي ډائريکټر سردار رزاق محمود د پروګرام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه ووئيل وفاقي حکومت د ټولنې د بې وزله طبقو مالي مرسته كولو سره دوي د غربت نه بهر كولو لپاره په يو لوي پروګرام عمل كوي چې له مخې به ئې د مياشتنۍ وظيفې سره سره مستحق زده كوٶنكو ته تعليمي وظائف او امېدوارو مېرمنو ته فوډ سپليمنټ هم وركولې شي ۔