
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) موسمياتي بدلون او د ماحولياتي رابطو وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاکستان د موسمياتي بدلون زيانونو سره مخ دے ٬ دې لپاره په سمدستي توګه اقدامات ضروري دي۔ د “ورلډ ارتھ ډے” په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د زمكې تحفظ او ماحولياتي استحكام لپاره اجتماعي اقدام ضروري دے۔ ده ووئيل د موسمياتي بحران حل زمونږ په لاسونو كښې دے٬ ګرين انرژي پلو منتقل كېدل د حكومت وړومبۍ پام لرنه ده۔ ده ووئيل وفاقي حکومت د روشن پاکستان، ګرين سټيمولس او اليکټرك ګاډو پلو پام ګرځولے۔ ده د هېواد د موثره او فعاله كردار ذكر كولو سره ووئيل د پاكستان هر وګړي لپاره بهتر، محفوظ او د تل پاتي سباون جوړولو عزم لرو ۔ ده په “ارتھ ډے” د عملي اقدامات غږ كولو سره ووئيل بوټي نالول، د اوبو بچت او پلاسټك به كمول وي۔ ده په اوبو ، توان، خوراك، صحت او د تعليم په څانګو كښې په ماحولياتي مضبوطيا زور راوړلو سره ووئيل اتحاد، شعور او د جدت د لارې د زمكې تحفظ كېدے شي۔