جديد سائنس او ټيکنالوجي ھغه طاقت دے كوم چې د قامونو تقدير بدلولې شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان په ټيکنو-اکانومي بدلول د وخت مهم ضرورت دے ۔ ده دا خبره په نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) كښې د آسيان-پاکستان ټيکنالوجي ايکسپو 2025 ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې جديد سائنس او ټيکنالوجي ھغه طاقت دے كوم چې د قامونو تقدير بدلولې شي۔ ده د نسټ د نيشنل سينټر فار روبوټکس اينډ آټوميشن او سائنس او ټېكنالوجۍ او انووېشن لپاره د آسيان کميټۍ د مشتركه هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل دا ايکسپو د سيمه ايزې مرستې او تکنيکي ترقۍ عملي څرګندونه ده۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ په وزارت كښې په دې وروستيو كښې “پرمختګ لپاره سائنس، ټيکنالوجي او د انجينئرنګ” پروګرام پېل كړے چې مقصد ئې تحقيق او جدت د پاکستان پرمختيائي هدفونو سره سمول دي٬ مونږ له د غېر ملکي ټيکنالوجۍ يوازې صارف كېدل نه دي پكار بلكې د ځائي مسئلو حل لپاره به د ټيکنالوجۍ خالق جوړېدل وي، ده ووئېل موسمياتي بدلون، اوبه او زراعت ته د رامخئ ته خطرو او د ځوانانو د زياتې شوې بې روزګارۍ چېلنجونو حل يوازې په جديد علم او ټيکنالوجۍ كښې پروټ دے۔ ده ډيجيټائزيشن، ګرين انرجي او جديد معاشي لائحې د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره ووئيل پاکستان او آسيان هېوادونه د مشتركه چېلنجونو په ګډه مقابله كولې شي۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې حکومت د ټيکنالوجۍ ودې لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي او د آسيان په ډول سيمه ايزه مرسته نړۍ لپاره رول ماډل ده ۔ په دوه ورځني ايکسپو كښې د آسيان غړو هېوادونو پلاويو ، تعليمي ادارو، صنعتونو او زده كوٶنكو ګډون وكړو دغسې چې سائنس، ټيکنالوجي او د اختراع په څانګو كښې مرستې ته وده وركرې شي۔