د پوليو د خاتمې په دې جنګ كښې د نړيوالې شراكتدارۍ مرسته د نه هېرېدو ده۔ عائشه رضا فاروق

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د پوليو د خاتمې په دې جنګ كښې د نړيوالې شراكتدارۍ مرسته د نه هېرېدو ده۔ د پوليو مخنيوي پروګرام لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه دې د اسلامي پرمختيائي بنېك د لوړې كچې پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع د پوليو مخنيوي پروګرام له مخې د لوړې كچې د پلاوي مشري د ترکيه ريجنل حب ډائريکټر ډاکټر وليد عبدالوهاب كوله۔ په ملاقات كښې د پوليو خاتمې لپاره په جاري هلو ځلو او په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ عائشه رضا فاروق د پوليو خاتمې لپاره د اسلامي پرمختيائي بېنك د پرله پسې مرستې ستائنه كولو سره ووئيل بېنك په سختو پړاٶنو كښې د پوليو پروګرام بشپړه ملګرتيا كوي٬ د پوليو د خاتمې په دې جنګ كښې د نړيوالو همكارانو مرسته د نه هېرېدو ده ۔ په دې موقع پلاوي د پوليو خاتمې لپاره د حكومت د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه۔