وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د ترکيه سفير وليدل

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د نهې په ورځ په پاکستان كښې د ترکيه سفير عرفان نذير اوغلو ليدلي دي ۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په دې موقع د پاكستان او تركيه د ورورولۍ په اړيكو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته د لا ودې وركولو په چارو هم د عزم څرګندونه هم وشوه۔ په دې موقع د پاكستان وزيراعظم د تركيه په دوره هم خبرې وشوې٬ دواړو ډلو په قانوني څانګه كښې په مرسته ٬ د تربيې په پروګرامونو او د شريكو روابطو په نورو اړخونو هم خبرې وكړې۔ په دې مهال وفاقي وزير د تركيه سفير ته د تربيې په اړوندو هلو ځلو د ګډون بلنه هم وركړه۔