
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صدر رجب طيب اردوان په بلنه په دوه ورځنۍ دوره انقره ته روان شو۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم صدر طيب اردوان سره دوه اړخيزه اړيكو سره سره په اوسنې نړيوال او سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔د پخوانو اتحاديانو او تزويراتي شراكتدارو په توګه د پاكستان او تركيې باقاعده اعلٰی كچ تبادلو روايت په ځاے ساتلے كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ د غېر معمولي رشتو عكاسي كوي۔دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په بېلو چارو مرستې او هم آهنګۍ لپاره د اعلٰی كچ سټريټجك كوآپرېشن كونسل(ايچ ايل اېس سي سي) په شكل كښې د قيادت په كچه طريقه كار هم جوړ كړے ۔ايچ ايل اېس سي سي 7مه غونډه په 13 ٬ 12 فروري 2025 اسلام آباد كښې شوې وه ۔صدر رجب طيب اردوان او وزيراعظم محمد شهباز شريف د 7مې غونډې شريكه مشري كړې وه ۔متوقع ملاقات د دې قوي مكالمې تسلسل دے او د پاكستان او تركيې ترمينځه ګڼ اړخيزه شراكتداي لا زياتولو له شريك عزم رامخې ته كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔