په برآمدات اډانه تل پاتې نمو او مهمو څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې زياتوالي لپاره جامع اقدامات روان دي٬حكومت د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو عزم لري۔د خزانې وزير محمد اورنګزېب واشنګټن كښې د مهمو ملاقاتونو په مهال خبرې

واشنګټن 22 اپرېل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي په برآمدات اډانه تل پاتې نمو او مهمو څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره جامع اقدامات روان دي٬حكومت د اصلاحات عمل مخ په وړاندې بوتللو له عزم لري٬د سركاري ادارو ښه والي لپاره د ډهانچه جاتي اصلاحات عمل په كاميابۍ سره مخ په وراندې روان دے٬معيشت په سم لوري روان دے او د كليدي معاشي اشارو څخه د معيشت ښه عكاسي كيږي۔ده دا خبره تېره ورځ د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ د سپرلي موسم كلنې غونډې په موقع بېلو ملاقاتونو كښې وكړه۔د برتانيې فري ډيلوئټ پلاوي سره په ملاقات كښې د خزانې وزير پلاوي د پاكستان معاشي حالات او څانګو پرمختګ لپاره د حكومت ايجنډې او په برآمدات اډانه پرمختيائي ترجيحات څخه خبر كړو۔ډلو د توان په څانګه كښې په اصلاحات٬د مهمو معدنياتو لټون او د ماركيټنګ٬نجكارۍ٬ټېكنالوجۍ٬كرپټو پالېسي او د كنټري پارټنرشپ فريم ورك عملدرآمد په امكانات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزانې وزير مئي 2025 كښې د ډيلوئټ پاكستان مجوزه دورې هم هركلے وكړو۔د خزانې وزير د انټرنېشنل فنانس كارپورېشن ريجنل وائس پريزيډنټ هيلا شيخورو سره ملاقات وكړو او د نجي څانګې اصلاحات٬د توان منتقلې٬ د بلدياتي مالياتي نظام ښه والي او د بشپړه روزګار په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ده د ادائيګو په متنوع حقونو(ډي پي آر)د پيشرفت جاج واغست او په بلوچستان كښې د ريكوډك كاپر اينډ ګولډ مائن پروژې لپاره يې د نړيوال ماليتي كارپورېشن د لارې د 2.5 ارب ډالر قرض د فنانسنګ مهم كردار وستائېلو۔د خزانې وزير د آئي ايم اېف منيجنګ ډائرېكټر كرسټالينا جارحيوا سره هم ملاقات وكړو۔د خزانې وزير د سټاف ليول لوظ نامې ترسره كېدو او د ریزلئینس اینډسسټین ایبلټی فیسلټی (آرایس ایف)له مخې د نوو آسانيو په پيل د آئي ايم اېف ډلې مننه وكړه۔د نړيوال بانك صدر جے بانګا سره د ملاقات په مهال د خزانې وزير د پاكستان لپاره د نړيوال بانك د تاريخي معاونت مننه وكړه او كنټري پارټنرشپ له مخې په يوه لسيزه محيط جامع تګلارې كښې يې د ادارې د مشرۍ ستائنه وكړه۔د خزانې وزير د كنټري پارټنرشپ فريم ورك نفاذ لپاره جامع حكمت عملي او عملي منصوبه رامخې ته كښې د نړيوال بانك پرله پسې مرسته هم وستائېله او د معيشت استحكام كښې يې د حكومتي عزم پخلے وكړو۔۔