
پېنډۍ 22 اپرېل(اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي په راولپنډي انسټيټيوټ آف کارډيالوجي ( آر آئي سي) كښې د نوي بلاك پرانسته كړې ده ۔۔ په دې موقع ده ووئيل آر آئي سي 13 كاله وړاندې جوړ شوے او اوس د 40 كروړه روپو په لګښت نوې او پي ډي بلاك جوړېږي او دې پروجيکټ ته د وزيراعظم شهباز شريف تائيد ترلاسه دے۔ په دې موقع وفاقي وزير زياته كړه چې قابضين څخه د ريلوے زمكې بېرته اخستو لپاره ګرد هېواد كښې اپرېشن روان دے۔