حج كوٶنكو لپاره په ګرد هېواد كښې په 11 حاجي كېمپس كښې حج ويکسين وركول پېل شول

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) حج كوٶنكو لپاره په ګرد هېواد كښې په 11 حاجي كېمپس كښې حج ويکسين وركول پېل شوي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخئ د مذهبي چارو وزير سردار محمد يوسف د خاص هلو ځلو د لارې ډي اېچ کيو مظفر آباد، ايبټ آباد او ډي آئي خان څخه هم د ويکسين وركولو انتظام شوے٬ په دې موقع حج كوٶنكو ته د “شېبرې تبې، فلو او پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركولې كېږي٬ دوي ته وئېلې شوي د واكسين لګولو سره حج كوٶنكې دې د حكومت لخوا جاري كونكے زيړ رنګ كارډ ضرور ترلاسه كړي٬ دغسې د 65 كالو نه د زيات عمر حج كوٶنكو لپاره د كرونا ويکسين خاص بندوبست شوے دے۔