
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف روانډا سره تجارت او د سرمايه کارۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي کاروباري روابطو سره به دوه اړخيزه تجارت زياتولو له مرسته تر لاسه شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريه روانډا د خارجه چارو او نړيوالې مرستې وزير اوليويئے جين پيټرك ډوهنجيريهے سره كړې چا چې دوي سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع وزيراعظم د روانډا د خارجه وزير هركلے وكړو او صدر پال کاګامے او وزيراعظم ايډورډ ګيرنټے لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده صدر پال کاګامے ته د پاکستان د سرکاري دورې بلنه وكړه٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د اطمينان څرګندونې كولو سره وزيراعظم روانډا سره په بېلا بېلو څانګو كښې په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ او په اولسي تبادلو كښې د شريكې ګټورې مرستې لا قوي كولو لپاره د پاکستان د خوښۍ پخلے وكړو۔ وزيراعظم روانډا له په اسلام آباد كښې د خپل مشن پرانستلو مباركي وركړه او وئ وئيل دا به بزنس ټو بزنس روابطو څخه دوه اړخيزه تجارت زياتولو له مرستياله وګرځي۔ په دې موقع د روانډا خارجه وزير د وزيراعظم نېكو هيلو مننه كولو سره ووئيل روانډا پاکستان سره تجارتي او اقتصادي اړيكې قوي كول غواري۔ ده زياته كړه چې يو تجارتي پلاوې ما سره پاكستان ته راغلے ٶ او په لاهور كښې د تجارت ودې لپاره په دستوره كښې ګډون كوي۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ملګرو ملتونو كښې په ګڼ اړخَيزه مرسته هم خبرې وشوې٬ پاکستان او روانډا په نړيوالو فورمونو مشتركه اقدار، شريك باور او په مرستې اډانه د دوستانه او په زړه پورې اړيكې لري۔