وزيراعظم محمد شهباز شريف به د اپرېل په 22مه نيټه د تركيې دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 21اپرېل (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف به د اپرېل په 22مه نيټه د تركيې انقره ښار دوره كوي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال به وزيراعظم صدر رجب طيب اردوان سره دوه اړخيزه اړيكو سره سره منطقې او د دې نه بهر په اوسنې پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔بيان كښې وئېلې شوي پخوانو اتحاديانو او تزويراتي شراكتدارو په توګه پاكستان او تركيه باقاعده د اعلٰی كچ تبادلو روايت په ځاے ساتلے كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ غېر معمولي رشتو عكاسي كوي۔دواړو هېوادونو د شريكې خوښې بېلو چارو مرستې او هم آهنګۍ لپاره اعلٰی كچ سټريټجك آپرېشن كونسل په شكل كښې د قيادت په كچه طريقه كار هم جوړ كړے ۔د اعلٰی كچ سټریټجك كوآپرېشن كونسل 7مه غونډه سږ كال 12 نه تر 13 فروري اسلام آباد كښې شوې۔صدر رجب طيب اردوان او وزيراعظم محمد شهباز شريف د 7مې غونډې شريكه مشري كړې وه ۔بيان له مخې راتلونكے ملاقات د دغې قوي مكالمې د تسلسل نمائندګي ده او د پاكستان او تركيې ترمينځه ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ لا قوي كولو له شريك عزم رامخې ته كوي