پاکستان او روانډا تجارت، دفاع، ټيکنالوجي او د سفارت کارۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه٬نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار او د روانډا د خارجه چارو وزير خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) پاکستان او روانډا تجارت، دفاع، ټيکنالوجي او د سفارت کارۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې قوي كولو د عزم څرګندونه كړې ده دغسې چې په شركه توګه ګټوره شراكتداري رامخې ته شي او د پرمختګ موجوده صلاحيت څخه ګټه پورته كړې شي٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د روانډا د خارجه چارو وزير او د نړيوالو چارو سفير اوليور جين پيټرك ندوهنګرے ترمېنځه د ګل په ورځ د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ د روانډا د خارجه چارو وزير دا مهال د پاكستان په سركاري دوره دے٬ د پلاويو په كچ د ملاقات او د سفارتي تربيې په څانګو كښې د مفاهمت په ياددښت د لاسليك نه وروستو دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په مضبوطيا د اطمينان څرګندونه وكړه چې پكښې د تجارت، سرمايه کاري، دفاع، سفارت کاري او د اولس د تبادلو په ډول په ترجيحي څانګو كښې شريكې ګټورې مرستې ته د لا پراختيا وركولو د عزم پخلے وشو۔ د دې نه وروستو د ګډې خبري كفنرنس ته د وېنا په مهال اسحاق ډار ووئيل پاکستان روانډا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان په كال 2021 كښې په کيګالي كښې خپل هائي كمېشن جوړ كړے، د روانډا د خارجه وزير د پاكستان دورې په مهال به په اسلام آباد كښې د روانډا د هائي کميشن پرانسته كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د روانډا څخه د چائے او لوښو درامد كوٶنكو كښې شامل دے ٬ دغسې روانډا څخه د کافۍ، ايوکاډو، دالونو او د باغبانۍ د نورو مصنوعاتو د درامد خوښي لري۔ ده ووئيل پاکستان د داروګانو جوړولو، ټيکسټائل، وريژو ، آلات جراحي، ايګري ټيک او د لوبو سامان برامدات له په روانډا كښې قوي امكانات لري۔ نائب وزيراعظم د انفارميشن او په کميونيکيشن ټيکنالوجۍ كښې د مرستې د پراخه امكانات حواله وركولو سره ووئيل پاکستان د ډيجيټل ټرانسفارميشن، اي ګورننس، فن ټيک او ځوانانو لپاره په اختراعي پليټ فارمز كښې روانډا سره د شراكتدارۍ خوښي لري۔ ده ووئيل په مئي كال 2025 كښې په عديس ابابا كښې كېدونكي پاکستان-افريقه ټريډ ډويلپمنټ کنفرنس او سنگګ کنټري نمائش كېږي۔ نائب وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پرله پسې اعليٰ كچ تبادلو ذكر كولو سره ووئيل په ګڼ اړخيزه محاذ دوه اړخيزه مرسته قوي ده، دواړه د ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمونو د يو بل د كانديدانو ملاتړ كوي۔ د روانډا خارجه وزير ووئيل په سفارتي تربيه د مفاهمت په ياددښت د لاسليك نه علاوه ډلو مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د مفاهمت په نورو ياددښتونو غور كوي۔ ده ووئيل د روانډا په پلاوي كښې د روانډا ډويلپمنټ بورډ او د تجارت وزارت پشمول د بېلا بېلو ادارو نمائندګان شامل دي كوم چې د روانډا پاکستان سره د کاروبار کولو او د پاکستان ورورولي د روانډا سېلګرۍ پلو د راغب كولو ثبوت دے۔ ده ووئيل دواړه ډلې د تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او د دفاع په ډول يو شمېر څانګو كښې په ګډه كار كول غواري۔ ده ووئيل دا مهال د روانډا پاکستان ته برآمدات 26 ملين ډالر دي او تجارت، صنعت او د صحت په څانګو كحې روانډا ته د پاکستان برآمدات 100 ملين ډالرو ته نزدې دي۔ د روانډا خارجه وزير د سېلګرۍ او لوبو په خاص توګه په كركټ كښې په دوه اړخيزه مرسته هم زور راوړو ځكه چې دا لوبه په دواړو هېوادونو كښې ډېره خوښېږي ۔۔ مېلمه خارجه وزير د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث په ابراعظم افريقه كښې د شخړو هواري لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔