د نجي سكيم له مخئ د 67 زره حج كوونكو د مسئلو حل لپاره حكومت هڅې كوي٬ كله چې د نورو هېوادونو پرېكړه اوشي نو د پاكستان دا مسئله به هم حل شي۔ د وفاقي وزير سردار محمد يوسف د حج كال 2025 کنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د نجي سكيم له مخي د 67 زره حج كوونكو د مسئلو حل لپاره حكومت هڅې كوي٬ خو د سعودي حکومت پاليسۍ ټولو هېوادونو لپاره يو ډول دي٬ كله چې د نورو هېوادونو پرېكړه اوشي نو د پاكستان دا مسئله به هم حل شي، د وزيراعظم په امر د قائمه کميټۍ رپورټ جمع شوے چا چې بې غوري كړې سزا به ورته وركړې كېږي ۔ د ګل په ورځ د پاکستان علماء کونسل تر سېوري د حج كال 2025 كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل ما ته دا وزارت يو مياشت وړاندې ركړے شوے٬ وزيراعظم ما ته د ښه حج انتظامات ذمه واري راكړې شوې ، ما په سعودي كښې د انتظامات جاج اخستے ٬ ده ووئېل ما ته معلومه شوې چې دا ځل په لويه كچه حج كوونكي د حج سعادت نه د محرومېدو اندېښنه ده٬ ما او علامه طاهر اشرفي د خپل وس له مخئ د 67 زره حج كوٶنكو كوټه بحالولو هڅه كړې٬ خارجه وزير اسحق ډار هم هڅې كړې دي۔ ده ووئيل د سعودي حج وزير ډاکټر توفيق الربيعه د هلو ځلو په سبب پاكستان ته د لس زره حج كوټه ترلاسه شوه، مونږ سعودي ته ټول د يو لك 2 زره حج كوټه وئيلي دي۔ ده ووئيل زه د سعودي حكومت ته خواست كوم چې په همدردۍ ټولو پاكستانيانو لپاره غور وكړۍ٬ د لس زره كوټه ترلاسه شوې ٬ خو ځينې خلق د اضافې كوټې خبره كوې كومه چې سمه نه ۔