اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په بلنه د جمهوريه روانډا د خارجه چارو او نړيوالې مرستې وزير اوليور جے پي ندوهنګرے د 21م نه تر 22 اپرېل د پاكستان په دوره دے۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخئ دواړو ډلو په خوشګوار ماحول كښې خبرې وكړې او د دوه اړخيزه اړيكو يې په اطمينان سره جاج واغست٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اريكو د زيات شوي رفتار ستائنه كولو سره نائب وزيراعظم روانډا سره په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ او په تعليمي تبادلو كښې د دوستۍ اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ د روانډا وزير اوليور جے پي ندوهنګرے د نائب وزيراعظم اسحاق ډار خيالاتو سره اتفاق كولو او د پاکستان سره تجارت، سرمايه کارۍ او د اولس اولس سره د تبادلو كښې پراختيا لپاره خپل خواهش څرګند كړو ۔ ده په دې موقع نائب وزيراعظم له د 26-2025 مودې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په توګه د پاکستان په انتخاب مباركي هم وركړه