مسیحي ټولنې تل د ملي بیرغ په سپین رنګ وياړ کړے، د دوی د حقونو ساتنه زما فرض دی: د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د ايسټر په موقعه دستورې ته خطاب

لاہور۔20اپریل (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان په جوړولو او پرمختګ کښې د مسیحي ټولنې د كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي چې مسیحي ټولنې تل د ملي بیرغ په سپین رنګ وياړ کړے دے، د دوی د حقونو ساتنه زما فرض دی۔ د اتوار په ورځ په خپله حلقه كښې د ایسټر په مناسبت راجوړې كړې شوې غونډې ته په وینا کښې وفاقي وزیر وویل چې زه نن د هغه خلکو په منځ کښې یم چې نه یوازې د پاکستان په جوړولو بلکه د هېواد په پرمختګ کښې يۍ هم د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي۔ ده وئيل زه د اويا زره مسیحي رای ورکونکو استازیتوب کوم چې پرې ویاړ لرم۔ ده د ایسټر په مناسبت د خپل ګوند مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف، وزیراعظم شهباز شریف، د پنجاب وزیراعلی مریم نواز شریف او حمزه شهباز شریف لخوا مسیحي ټولنې له مبارکي وركړه۔ ده ووئيل بېن المذاهب همغږۍ ته دا مهال زياته اړتيا ده۔ مونږ له به په داسې ګډو نكاتو یوه داسې ټولنه جوړول وي چرته چې ورورولي، زغم او متقابل درناوې غالب وي۔ ده ووئيل د مسیحي ټولنې هره خوشالۍ او اختر کښې دوئي سره ولاړ يم۔ ده ووئيل مسیحي ټولنې د پاکستان لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي، د ملي بیرغ په سپین رنګ وياړ کړی، غوره فائټر پائلټس يۍ پېدا كړل او په جنګونو كښې يۍ د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل مسيحي ټولنې تل د هېواد په دفاع او پرمختګ کښې مهم رول لوبولی دے۔ ده ووئيل په تېر یو کال کښې هېواد د اقتصادي پرمختګ په لور روان شوې، د اقتصاد د بیا بحالۍ په برخه کښې حکومت، وزیراعظم شهباز شریف، د پنجاب وزیراعلی مریم نواز او د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منیر ګډې هڅې کړي دي۔ ده ووئيل نن د نړۍ مالي ادارې د پاکستان اقتصادي پرمختګ ستایي او دا ټول یو “معجزاتي بدلون” دے، اقتصاد ښه کېږي او مونږ د اډان پاکستان لور ته روان یؤ۔ . په پايه کښې وفاقي وزير ووئيل زه د مسیحي ټولنې استازے یم، له دوی سره ولاړ یم او د دوی د حقونو دفاع به كوو۔