نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په بلنه د جمهوريه روانډا خارجه وزير به د 21 نه تر 22 اپرېل د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه به د جمهوريه روانډا خارجه او د نړيواې مرستې وزير اوليور جے پي ندو هنګرے د 21 نه تر 22 اپرېل د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل د دورې په مهال به خارجه وزير ندوهونګيرے نائب وزيراعظم سره ملاقات كوي۔ده ووئيل د وزيراعظم او سينيټ چيئرمېن سره د ملاقات نه علاوه د روانډا خارجه وزير به مهمو وفاقي وزيرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔وياند ووئيل خارجه وزير به اسلام آباد كښې د جمهوريه روانډا هائي كمېشن رسمي پرانسته هم كوي۔