په راتلونكي پرمختيائي بجټ كښې به بلوچستان ته د نورو صوبو نه زيات بجټ وركوٶ۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د بلوچستان وزيراعليٰ سره پرېس كنفرنس

کوئټه 18 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير سينيټر احسن اقبال او د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفرازاحمد بګټي وئيلي دي وفاقي حكومت به د راتلونكي وفاقي بجټ په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان ته د نورو صوبو نه زيات فنډز وركوي، اړان پاکستان لپاره د ټولو صوبو يو ډول پرمختګ اړين دے۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ په کوئټه كښې د ګډې خبرې كفنرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰي سرفراز بګټي صوبائي وزيران او پارلماني غړي هم موجود وو۔ احسن اقبال ووئيل د كال 2018 پېښه د كال 1971 هومره لويه پېښه وه كومې چې پاكستان سياسي بحران پلو ورسولو٬ څوك چې صادق او امين بللے كېدو ھغه د 190 ملين پاٶنډ كرپشن كړے۔ ده ووئيل تحريك انصاف له د لاريون او احتجاج په ځاے د خپل ليډر محسابه پكار ده۔ وفاقي وزير ووئيل د بلوچستان واكمن د اړان پاکستان ملګري دي ٬ دوي سره په ګډه به منصوبې پائې ته رسوٶ او زمونږ فوكس به عام وګړي پلو وي۔ ده ووئيل د اړان پاکستان له مخې به د هېواد معيشت ټريلين ډالرز ته رسوٶ٬ ده ووئيل د كال 2010 د آئين سازۍ نه وروستو صوبو ته خپلواكي ترلاسه شوې او اوس اړان پاكستان لپاره د صوبو كردار د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل د کچھي کينال د لارې بلوچستان شين كېدې شي ٬ ده ووئيل د بلوچستان ځوانان صلاحيت لرونكي دي ٬ د صوبې پرمختګ او منصوبې به سموو۔ ده ووئيل د کوئټه ژوب ډيره اسماعيل خان ، کوئټه کراچي سترو لارو پشمول نورو لارو سره به صوبه پرمختګ وكړي٬ د ميرسرفراز بګټي په مشرۍ كښې به بلوچستان اړان كونكې صوبه جوړه شي۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰې مير سرفراز بګټي هم وېنا وكړه۔