
اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره به زمونږ جهاد روان وي، د ترهګرۍ او د انتها پسندۍ خاتمې لپاره به وفاقي حكومت د ټولو صوبو د كار استعداد زياتولو لپاره مرسته كوي، د هېواد په مهمو ښاريو كښې دې د سېف سټي منصوبې زر تر زره بشپړې كړې شي۔ د جمعې د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د امن او امان صورتحال په اړه د جاج اغستو مهمه غونډه وشوه۔ په دې دې موقع د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره به زمونږ جهاد روان وي، ترهګرو ته به عبرت لرونكې ماتې وركوو دغسې چې ھغوي پاكستان ته په خېرنو سترګو د كتلو جرات ونه كړي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د بشپړه اقداماتو او كاروائيو په اړه د ټولو ادارو او صوبو هڅې د ستائنې وړ دي، د ترهګرۍ او د انتها پسندۍ بشپړه خاتمې لپاره به وفاقي حكومت د ټولو صوبو د كار استعداد زياتولو لپاره مرسته كوي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له خپل مېنځ كښې د اختلافات نه پرته د ترهګرۍ خاتمې لپاره په ګډه كار كول دي٬ زمونږ د امنيتي ځواكونو مېړني ځوانان او افسران شپه او ورځ د ترهګرۍ خاتمې لپاره جنګ كوي او خپل ځانونه قربانوي۔ وزيراعظم امر كړو چې د قاچاق په ضد ټولې ادارې دې خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي٬ د بشري قاچاق شبکه باید نوره هم سخته كړې شي او قاچاقبر ونيولې شي٬ ده ووئېل د هېواد په مهمو ښاريو كښې دې د سېف سټي منصوبې زر تر زره بشپړې كړې شي٬ د ترهګرو په ضد د بيانيې په اړه وفاق او صوبې په ګډه كار كوي كوم چې ډېر خوشبينه عمل دے۔ غونډې ته په هېواد كښې د امن او امان په اړه په اقدامات تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ په دې موقع ووئيل شول په نيکټا كښې نيشنل اينډ پرونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسيسمنټ مرکز جوړ كړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول پنجاب كښې په لسو ښاريو كښې د سېف سټي منصوبه کار كوي، په کراچۍ، حېدرآباد، سکھر، لاړکانه، ميرپور خاص او نواب شاه كښې سيف سټي منصوبې لګوٶ٬ په پېښور كښې د سيف سټي منصوبې منظوري وركړې شوې ٬ په راتلونكي پړاٶ كښې به ډيره اسماعيل خان ، بنو، لکي مروت كښې سېف سټي منصوبې شروع كوو ۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د ګوادر سيف سټي منصوبه به ډېره زره ترسره شي او په قامي ستره لارو اين 25 او اېن 40 په تولو مهمو ښاريو كښې به سېف سټي منصوبې پېل كوو ۔ غونډې ته ووئيل شول د قاچاق مخنيوي لپاره په بېلا بېلو سترو لارو او پلونو ډيجيټل انفورسمنټ اسټيشنز جوړوٶ٬ د هېواد د ټولو مهمو ښاريو نه ګېرچاپېره موجود ټول غېر قانوني تعميرات ختمولو لپاره وفاقي او صوبائي حكومتونه كاروائۍ كوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول ګرد هېواد كښې د چړ مارو په ضد هم كرېك ډاٶن روان دے او دغسې عناصرو د بهر هېوادونو د سفر لاره نيولو لپاره هم اقدامات كوٶ، په اسلام آباد كښې فارنزك سائنس ايجنسي جوړه كړې شوې او په پنجاب كښې فارنزك سائنس ايجنسي لا ښه كوٶ۔په دې موقع وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ، محسن رضا نقوي، احد خان چيمه،عطاء تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال رانا ثناءالله، داخله وزير مملکت طلال چوهدري، د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ د اطلاعات سلاحكار بيرسټر سيف، د ګلګت بلتستان داخله وزير شمس الحق لون، د آزاد کشمير داخله وزير کرنل (ر) وقار نون، د څلورو واړو صوبو٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتستان چيف سيکريټريز او انسپکټرز جنرل پوليس، د اسلام آباد کيپيټل ټيريټري چيف کمشنر، د اسلام آباد پوليس آئي جي او نورو اړونو سركاري چاراوكو ګډون وكړو۔