وفاقي وزير جام کمال خان سره د افغان صنعت او تجارت وزير نورالدين عزيزے وليدل

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره اسلام آباد كښې د افغانستان د صنعت او تجارت وزير الحاج نورالدين عزيزے ليدلي دي ۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخئ په ملاقات كښې د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو قوي كولو٬ د ټرانزټ په اړه د مسئلو حل او په پولئيزه مرسته كښې په اضافې تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع جام کمال خان د افغان پلاوي تود هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژورو تاريخي٬ كلتوري او كورنيو اريكو ذكر كولو سره ئې دې اړيكو ته د لا ودې په حاجت زور رواړو۔ ده ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمېنځه معاشي او تجارتي روابط د يوې پېړئ نه د زياتې مودې پس منظر لري كومو ته چې لا پراختيا وركول پكار ده۔ په دې موقع دواړو وزيرانو شريك تجارت لپاره په كليدي چارو جامع خبرې وكړې۔