د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د چائنه اوورسيز پورټس هولډنګ کمپنۍ چيئرمېن وليدل

اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي): د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د چائنه اوورسيز پورټس هولډنګ کمپنۍ چيئرمېن پروفيسر يو بو ليدلي دي ۔ په دې موقع ګوادر كښې د جديد (ايکواکلچر) آبي زراعت صنعت جوړولو لپاره تفصيلي بزنس پلان وړاندې كړے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري دا منصوبه د پاكستان د ساحلي سيمې پرمختګ لپاره انقلابي موقع ګرځولو سره ووئيل دا منصوبه به ګوادر د سمندري وسائل كارولو سره د سمندري خوراك پېداوار، پراسيسنګ او د برآمدات مهم مركز جوړ كړي، دې منصوبې سره به د روزګار موقعې راپېدا شي٬ او سرمايه كاري به زياته شي او ځائي معيشت به مستحكم شي۔