
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د هېواد معيشت مستحكم شوے٬ قام د پرمختګ او سوكالۍ په سفر روان شوے٬ په بشپړ طاقت او باور به د پاكستان ډله هېواد پرمختګ سره مخ كړي، په بلوچستان كښې د اېن 25 سترې لارې مخالفت به تنګ نظري وي، دا منصوبه د بلوچستان د اولس د زړه غږ دے٬ سياسي او عسكري قيادت په ګډه مخ په وړاندې د تګ وژن لري ، په دوو كالو كښې به دا منصوبه پائې ته رسوٶ٬ د اسلام آباد سنګارولو او رنګ روغن او نوو چوكونو جوړولو سره به د وفاقي پلازمينه ښكلا لا زياته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د جناح سکوائر مري روډ انډر پاس د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي داخله وزير ٬ خاص مرستيالان٬ پارلماني غړو سره سره سرلاري لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم د وفاقي پلازمينه پراختيا او سنګارولو په منصوبه داخله وزير او د ھغه ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل په اسلام آباد كښې د ټرافېك په نظام كښې بهتري راغلې ٬ نوو منصوبو سره به اسلام آباد لا ښائسته شي٬ په اسلام آباد كښې ګلونو او بوټو د پايه تخت ښكلا لا زياته كړې٬ اسلام آباد نه يوازې پاكستان بلكې په منطقه كښې ښكلا لپاره به يو مثال جوړو۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د 60 په ځاے په 35 ورځو كښې د سکوائر جوړولو هدف به سر كوٶ٬ ده ووئيل دا نه شهباز سپډ دے او نه محسن سپيډ دے دا پاكستان سپيډ دے٬ د اجتماعي هلو ځلو د لارې د پاكستان په نړيواله كچه درجه بندۍ كښې بهتري راغلې ٬ د هېواد معيشت مستحکم شوے ٬ قام د ترقۍ او خوشحالۍ په سفر روان شوے دے٬ ده ووئېل په بشپړ طاقت او باور به د پاكستان ډله د پاكستان د ترقۍ سفر پورا كوي۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان اولس لپاره د کراچۍ، قلات، خضدار، کوئټه، چمن ستره لاره (اېن 25) د وفاق لخوا ډالۍ ده٬ دغې خونړۍ لارې دوه زره ځانونه ضائع كړي٬ اوس به دا موټروے جوړېږي او زه به پخپله يې نګراني كوم۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې اضافه نه ده كړې بلكې په تېرو 15 ورځو كښې چې په بيعه كښې كوم كمے راغلے ھغه پېسه د پاكستان په جغرافيائي لحاظ سره د لويې صوبې د مهمې سترې لارې جوړولو لپاره استعمالوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د كال 2010 په اېن اېف سي ايوارډ كښې د بلوچستان برخه 100 فيصده زياته شوې وه٬ څلورو واړو صوبو او وفاق په ګډه دا پرېكړه كړې وه٬ په دې كښې زياته برخه د پنجاب وه٬ زه خپله ھغه وخت خادم پنجاب ووم٬ ده ووئېل په بلوچستان كښې فاصلې د سلګونو نه بلكې د زرګونو ميله دي٬ په بلوچستان كښې سرمايه کاري هم دغه حساب سره پكار ده٬ اولس زمونږ پرېكړه په خوشحالۍ سره قبول كړې ٬ په پنجاب، سندھ او خېبر پښتونخوا كښې موټر ويز شته٬ بلوچستان لپاره داسې لويه منصوبه د وخت ضرورت او د بلوچستان وروڼو خوېندو د زړه غږ دے٬ د دې منصوبې مخالفت به تنګ نظري وي٬ ده ووئېل پاکستان وفاق د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير او څلورو صوبو څخه جوړېږي ٬ د دې ترقي د پاكستان ترقي ده، په دې كښې د يوې صوبې وروستو پاتې كېدو سره د پاكستان ترقي متاثره كېږي٬ دا سياسي او د عسکري قيادت وژن دے چې ټولو سره په ګډه دې مخ په وړاندې ځوو۔ ده ووئيل دا منصوبه به د اعليٰ معيار منصوبه وي٬ په كال 23-2022 كښې چې د دې د بنياد تيګه كېښودلې شوه نو دې لپاره 214 ارب روپۍ اندازه لګولې شوې وه٬ نن د دې اندازه 300 اربه روپو نه هم زياته شوې ۔ دا منصوبه به په دوو كالو كښې تسره كولې شي او د دې بشپړېدو سره به د بلوچستان اولس په دې وياړ كوي او خونړے سړك به په پرمختګ او د سوكالۍ په ستره لاره بدل شي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د جناح سکوائر مري روډ انډ رپاس د بنياد تيګه كېښوده۔