
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه فلسطين سيمه كښې د اسرائيل قابضو عسكرو د روان يرغل او ظلمونو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي د سخت تشدد په نتيجه كښې ګن شمير بے ګناه فلسطينيان شهيدان شوي چې پكښې ميرمني، ماشومان ، طبي عمله،خبريالان او د بشري همدردۍ لپاره كار كوونكي کارکنان شامل دي كوم چې د اسرائيل د وحشيانه قبضې يو بل تور باب په ګوته كوي۔د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل د اسرائيلي بربريت تازه پېښو كښې نيغ په نيغه د ډزو په مهال 15 فلسطينيان د ايمرجنسي او سول ډيفنس کارکنان بے دردۍ سره شهيدان شوي، ټول آډيو او ويډيو شواهد د اسرائيل د بے ګناه فلسطينيانو په ضد د طاقت بے دريغه استعمال تصديق کوي ۔ده ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د دې بربريت سمدستي نوټس واخلي او د نړيوال قوانين او ملګرو ملتونو چارټر دا ښكاره خلاف ورزي منع كړي۔وياند ووئيل پاکستان د فلسطين مسئلې امناكه حل او دوه رياستي حل نفاذ لپاره د راروان اعليٰ پائې نړيوال کانفرنس بشپړ ملاټړ له پخلے كوي۔ده جون 2025 کانفرنس لپاره تيارۍ په اړه د مشاورت په شريك صدارت کولو د فرانس او سعودي عرب ستائنه وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې د کانفرنس مقصد لرونكي کارروائي د لارې به د امن او انصاف اميد بحال شي۔ده ووئيل بايد جنګ بندي په بشپړه ډول نافذ كړې شي، د غزه ناکه بندي ختمه كړې شي او د انساني همدردۍ په بنياد د مرستې د رسني ضمانت وركړې شي، دغسې وګړو او د انساني همدردۍ عملې له بايد تحفظ وركړې شي۔وياند ووئيل بايد د فلسطينيانو په زبردستۍ په بے كوره كولو يا د هغوې په خاوره د قبضې كولو كومه هم هڅه په ښكاره ډول مسترد كړې شي