برآمدات زياتولو سره د هېواد آمدن زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي،ځائې صنعت له ليول پلے انګ فيلډ وركول به باوري كولې شي۔وزير اعظم شهباز شريف

APP01-100425 ISLAMABAD: April 10 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting on Export Facilitation Scheme (EFS). APP/TZD

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف برآمدات زياتولو سره د هېواد آمدن زياتول حکومتي ترجيح ګرځولو سره وئيلي دي ځائې صنعت ته ليول پلےانګ فيلډ وركول به باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په خپله مشرۍ كښې برآمدات سهولت سکيم (اي ايف ايس ) په اړه د جاج اخستو غونډه كښې وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، علي پرويز ملك، سردار اوېس خان لغاري، د وزيرِاعظم صلاحكار سيد توقير شاه، وزيرِاعظم کوارډينيټر رانا احسان افضل، د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او برآمدي صنعت سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو ګډون وكړو۔په غونډه كښې برآمدات سهولت سکيم (اي ايف ايس) كوټلے كولو او د برآمدي څانګي دې څخه استفاده باوري كولو له د جوړي کمېټي عبوري سفارشات وړاندې كړے شول۔ وزيراعظم غونډي ته ووئيل د هېواد آمدن كښې د برآمدات څخه اضافې ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔د برآمدي صنعتونو خام مال او مشينرۍ په درآمد سهولت لپاره دې سكيم لا مؤثره كولو په اړه د کمېټۍ په سفارشات د څانګي پوهانو څخه نور مشاورت هم وكړے شي۔ وزيرِاعظم سپارښتنه وګړه چې د کمېټۍ لا مشاورت سره عبوري سفارشات ته حتمي شکل وركولو سره دې رپورټ زر تر زره وړاندې كړې شي۔ده راروان بجټ جوړولو كښې د صنعتونو او کاروباري تنظيمونو سره مشاورت او د هغوي تجاويز په بجټ كښې د شاملولو سپارښتنه وكړه۔ وزيرِاعظم امر وكړو چې ځائې صنعت له ليول پلے انګ فيلډ وركول دې باوري كړې شي۔په غونډه كښې ووئيل شول پيداواري لګښت كمول او د هېواد برآمدات په نړيوالو منډيانو كښې مسابقت لپاره دا سکيم پېل شوے ؤ۔