د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير سره د امريكې پلاوي وليدل

پېنډۍ 09 اپرېل (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير سره د بيورو آف ساؤتھ اينډ سينټرل ايشين افيئرز سينئر بيورو آفيشل ايرك ميئر په مشرۍ كښې د امريكا د لوړې كچې پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ پلاوي د خپل نوعيت د وړومبي فورم د تابيا ستائنه كولو سره د شريكې ګټورې شراكتدارۍ د لارې د پراخه معدني وسائلو پرمختګ لپاره د پاكستان په پاليسۍ د باور څرګندونه وكړه٬ دا ملاقات د پاكستان منرلز اېوېسټمنټ فورم په پس منظر كښې شوے۔ د آئي اېس پي آر له مخې ايرك ميئر د امريکا انتظاميه د ترجيحات حواله وركړه چې پكښې پاكستان سره په معدني پرمختګ كښې مرسته د شريكې خوښې بنيادي څانګه ده۔ ده په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ منظر نامه كښې په پرله پسې بهترۍ كښې خوښي څرګنده كړه۔ په ملاقات كښې دواړو ډلو په نړيوال صورتحال او د پاكستان د سيمه ايزې سلامتيا د تقاضو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اعتماد څرګندونه وكړه او د اړيكو په جامع توګه قوي كولو لپاره يې د موجوده حكومتي او په اولسي كچه د مرستې زياتولو نه علاوه د تجارتي روابطو لارې لټولو په ضرورت اتفاق وكړو