د هېواد معاشي پرمختګ لپاره د صادرات زياتوالے ضروري دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د اقتصادي مشاوري كونسل غونډې ته وېنا

APP02-090425 ISLAMABAD: April 09 – A U.S. delegation, led by Eric Meyer, Senior Bureau Official & Acting Assistant Secretary, Bureau of South and Central Asian Affairs, U.S. Department of State, paid a courtesy call on the Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif. APP/TZD

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د هېواد معاشي پرمختګ لپاره د صادرات زياتوالے ضروري دے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اقتصادي مشاورتي کونسل غونډه وشوه چې پكښې د كونسل غړو پشمول نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، اورنګزيب، عطاء تارړ، شزه فاطمه خواجه، علي پرويز ملك، سردار اويس خان لغاري، سلاحكار محمد علي، سيد توقير شاه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر، د مركزي بانك ګورنر جميل احمد او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د برېښنا په بېعه كښې كمي سره به د صنعتونو پېداواري لګښت كم شي٬ پېداوار كښې د لګښت كمېدو سره به پېداوار او برامدات زيات شي،ده ووئېل امريکې سره تجارتي اړيكو ته وده وركول او په ټېرف خبرو اترو لپاره به د پاكستان د لوړې كچې پلاوي لېږو