
اسلام آباد۔8 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان او تركيه ترمينځه معاشي اړيكو ته د ودې وركولو ګڼ شمير موقعې موجود دي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه په سمندر كښې د ګاز او تېلو لټون په لړ كښې د مرستې لوظنامې سره به دوه اړخيزه اقتصادي اړيكې له قوي شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګڼدونه د تركيه د توان او قدرتي وسيلو وزير الپرسلان بائیرقطار په مشرۍ كښی پلاوي سره ملاقات كښې خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د تركيه د صدر رجب طيب اردوان اوسنۍ د پاكستان دورې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكې لا ښې شي۔ وزیراعظم د تركيه د توان وزير سره د اعلی كچ پلاوي په پاكستان منرلز انوېسټمنټ سمټ كښې په ګډون كولو مننه وكړه۔ د تركيه پلاوي په پاكستان كښې د توان په څانګه كښې روان اصلاحات وستائېل۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، د بجلۍ وفاقي وزير اوېس لغاری، د پټروليم وفاقي وزیر علي پرویز ملک او نور اعلی چارواكو موجود وو۔