
اسلام آباد۔8اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د نړيوالې شپنګ كمپنۍ پاكستان كښې د 2 بلين ډالرو سرمايه كارۍ هركلې كولو سره وئيلي دي د ټولو ستونزو لرې كولو سره د مېري ټائم څانګه نړيوال مسابقتي معيار سره د سمولو وخت راغلے ٬ په منطقه كښې تجارت او تګ راتګ لپاره د راهدارۍ په توګه د پاكستان اهميت زيات شوے ۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نړيوالې شپنګ کمپنی اے پی مولر۔میرسک(A. P. Moller – Maersk ) بورډ آف ډائرېكټرز چيئرمېن رابرټ میرسک سره ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د نړيوالې شپنګ كمپنۍ په پاكستان كښې د 2 بلين ډالرو سرمايه كارۍ هركلې كولو سره تېر كال اے پی مولر۔میرسک سره لاس ليك شوو د تفاهم يادښتونو ته زر تر زره د لوظنامو شكل وركولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاك پروردګار پاكستان ته پراخه سمندري پنګې وركړې دي۔ د دې څانګې استعداد څخه ګټې پورته كولو سره دا وسائل د هېواد بهترۍ لپاره د كارولو هڅې كوو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم اے پی مولر۔میرسک ته په پاكستان كښې د لا سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ په ملاقات كښې د نړيوالې شپنګ كمپنۍ ډی ای او کیتھ سوینڼسن، د ډنمارک سفیر جیکب لینلف، د خزانې وزير اېم اورنګزېب، وفاقي وزیر احد خان چیمه، د سمندري چارو وفاقي وزير جنید انور چوهدري ، د وزیراعظم سلاحكار سید توقیر شاہ، خاص مر ستيال طارق فاطمي او د اړوندو ادارو اعلی چارواكي موجود وو