پاك پرودګار پاكستان ته قدرتي وسائل او بلها معدنيات وربخښلې دي٬ پاکستان د کھربونو ډالرو معدني پانګو څخه په استفاده كولو د پور نه ځان خلاصولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم ته وېنا

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف ګلف هېوادونو، اروپا٬ چين، امريکا او په نورو منطقو څخه د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ هركلي كولو سره وئيلي دي پاکستان د کھربونو ډالرو معدني پانګو څخه په استفاده كولو د پور نه ځان خلاصولې شي٬ د معدنيات ويليو ايډيشن كولو سره به برامدات وده ومومي٬ دا سرمايه كاري ټولو لپاره ګټوره ده٬ سرمايه كارې كمپنۍ دې ځوانانو ته هنر وركولو كښې خپل كردار ولوبوي، په ګډه به پاكستان د نړۍ عظيم هېواد جوړوٶ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2025 ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع وفاقي وزيران، اعلٰي وزيران٬ د اسمبلۍ غړي او د پاك پوځ سرلښكر نه علاو د چين، عرب، خليج، امريکا او د اروپا پشمول د يو شمېر هېوادونو سفيران او كاروباري شخصيات هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم فورم كښې د غېر ملكي استازو هركلي كولو سره ووئيل زه د ستاسو پاكستان ته د راتګ هركلے كوم۔ وزيراعظم د فورم په كاميابه تابيا انتظاميه له مباركي وركولو سره ووئيل فورم سره به د ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد زيات شي او دا فورم به د معدنيات په څانګه كښې په سرمايه كارۍ كښې د اضافې سبب جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل پاك پرودګار پاكستان ته قدرتي وسائل او بلها معدنيات وربخښلي دي٬ پاکستان د کھربونو ډالرو معدني پانګو څخه په استفاده كولو د پور نه ځان خلاصولې شي۔ وزيراعظم د ريکو ډک په منصوبه پيشرفت د ډاډ وړ ګرځولو سره ووئيل د منرلز څانګه كلونو راهسې زمونږ د پام لرنې مستحق وه۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان د غرونو نه د خېبرپښتونخوا په واورو كښې پټ غرونه او د آزاد کشمير او ګلګت بلتستان نه چې راواخلې د سندھ وېلي او د پنجاب تر مېدانونو پاكستان د معدنيات نه ډك دے٬ دې عظيم اثاثو څخه استفادې ته اړتيا ده٬ د پاكستان مېدانونه خېرازه او اولس مېړنے او چېلنج قبلوٶنكے دے او پخپل محنت خاورې په سرو زرو د بدلولو طاقت لري٬ده ووئېل وفاق، صوبائي حکومتونه او د پاکستان ادارے كه په ګډه كار وكړي نو ډېر زر مونږ خپل تقدير بدلولې شو خو دې لپاره عزم او ارادې ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان كښې کان کنۍ څخه ځائي ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپېدا كېږي ٬ دوي ته ضروري هنر وركولو لپاره ادارې جوړې كړې شوي٬ په بلوچستان كښې کان کنۍ سره به سماجي او معاشي ترقي راشي۔ وزيراعظم د ګلف هېوادونو، چين، اروپا او د امريکا پشمول د نورو سيمو د سرمايه كارو هركلي كولو سره ووئيل ھغوي دې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه بشپړه استفاده وكړي۔ د معدنيات څانګه كښې سرمايه كاري د ټولو په ګټه ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې د سكرو د ګردې نړۍ نه زياتې پانګې موجود دي٬ د سندھ حكومت د سكرو پانګو څخه په استفاده كولو بشپړ كار كوي٬ د درامدي سكرو په ځائ په ځائي سكرو انحصار كولو سره د قېتمي زرمبادله بچت روان دے٬ دا پانګې د سيمنټ پلانټ او صنعتي پرمختګ لپاره كارولې كېږي٬ ده ووئېل په پنجاب كښې چنيوټ سره نزدې د اوسپنې پانګې موندلې شوي كومې چې په سټيل بدلېدې شي ٬ بلوچستان، خېبر پختونخوا، ګلګت بلتستان او په آزاد کشمير كښې د معدنيات په څانګه كښې كار كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل د خام مال په ځاے به د تيار مصنوعات برامد كول باوري كولې شي٬ مونږ له د مصنوعات ويليو ايډيشن كولو سره برامدات ته وده وركول دي۔ وزيراعظم په سرمايه كارو زور راوړو چې ھغوي په تيار مصنوعات كار وكړي٬ دې سره به دوي ته د فريټ چارجز په مد كښې زيات بچت اوشي۔ ده د کان کنۍ صنعت لپاره فني تربيه لازم و ملزوم ګرځولو سره ووئيل ځوانانو ته هنر وركولو لپاره به نجي څانګه او په حكومتي په كچه شراکت دارۍ ته وده وركولې شي٬ سرمايه كار كمپنۍ دې ځوانانو ته په هنر وركولو كښې كردار ولوبوي٬ دې سره به د ټېكنالوجي منتقلۍ له هم مرسته تر لاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان د قدرتي وسائلو نه ډكې سيمې د پرمختګ مركز جوړېدونكې دي٬ مونږ به په ګډه پاكستان د نړۍ عظيم هېواد جوړوٶ