وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد بندر ځايونو لپاره په تجارتي ټيرف د نظر ثانۍ کولو، د کسټمز کليئرنس وخت كمولو لپاره د تګلارې جوړولو او د جديد سکينرز لګولو عمل تندولو سپارښتنه وكړه

APP24-070425 ISLAMABAD: April 07 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting regarding reforms in the maritime sector. APP/TZD/FHA

اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف د هېواد بندر ځايونو لپاره په تجارتي ټيرف د نظر ثانۍ کولو، د کسټمز کليئرنس وخت كمولو لپاره د تګلارې جوړولو او جديد سکينرز لګولو عمل تندولو لپاره سپارښتنه كړې ده ۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ميري ټائم سيکټر كښې د اصلاحات په اړه غونډه وشوه۔غونډي ته خپلې وينا كښې وزيراعظم ووئيل د توان په څانګه كښې كوټلو اصلاحات لپاره د جوړ كړې شوي ټاسك فورس په هڅو د بجلۍ په بيعه كښې اوسنے كمے ممكن شوے،د توان څانګي لپاره جوړ شوي ټاسك فورس په طرز ميري ټائم سيکټر كښې كوټلي اصلاحات لپاره ټاسك فورس کار كوي۔ده ووئيل سمندر سره تړلې اکانومي كښې د ډېرې مودي راهسې موجود جمود ختمولو لپاره په صلاحات كار تندۍ سره روان دے، لويې څښتن پاکستان له اوږد ساحل، سمندر او نور بے شميره وسائل وركړې دي،د نړيوال معيشت ترقي د سمندري وسائلو او تر هغې رسني سره تړلي ده۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د هېواد بندر ځايونه مسابقتي معيار ته رسولو لپاره په تجارتي ټيرف دې نظر ثاني وكړې شي۔ده د کسټمز کليئرنس عمل كښې د ګرين چينل په طرز تندي راوستلو لپاره د ريډ او ييلو چينلز كښې د کليئرنس وخت كمولو لپاره د تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔ده امر وكړو چې په بندر څايونو د پرتو کنټينرو د موجودګۍ وخت كمولو له دې تګلاره جوړه شي۔ وزيراعظم په بندر ځايونو د پرتو نيلام كيدونكو کنټينرو زر تر زره د نيلام کولو سپارښتنه هم وكړه دغسې چې په پورټ موجود ځاے په ښه ډول استعمال کړې شي۔ دغسې وزيراعظم په ټولو بندر ځايونو تر ټولو جديد سکينر لګولو رفتار تندولو سپارښتنه هم وكړه۔ وزيراعظم په بحري چارو كښې اصلاحات لپاره د جوړ شوي ټاسك فورس غړو او نور سټيك هولډرز كار وستائېلو۔ وزيراعظم ته په دې موقع بريفنګ كښې ووئيل شول د راروانو لسو كلونو ضروريات تر مخه نېشنل ډريجنګ پلان جوړ كړے شوے چې له مخې به ئې د هېواد بندر ځايونو ډريجنګ لپاره نېشنل ډريجنګ کمپني جوړولې شي، دغسې دراروانو 25 كلونو ضروريات تر مخه د پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن بحالي او تعمير نو تګلاره هم جوړه شوې، پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن كښې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې نجي څانګي به شاملولې شي۔په غونډه كښې کراچۍ پورټ ټرسټ كښې تربيت يافته افرادي قوت شاملولو لپاره تګلاره جوړه شوه۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د هېواد بندر ځايونو کارکردګي ښه كولو لپاره به د بندر ځايونو فنانشل، ايچ آر او پرفارمينس آډټ کولې شي، کيميائي فضله او نور خطرناك مواد تلف کولو له ګډاني كښې پلانټ جوړيږي،په ټولو بندر ځايونو يو ډول اصول او ضوابط لپاره د پاکستان ميري ټائم پورټ ايکټ حتمي پړاؤ كښې دے۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، سرلښكر جنرل سيد عاصم منير، وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، جنيد انور، وزيراعظم صلاحكار سيد توقير شاه، ګورنر سټيټ بينك او د اړوندو ادارو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو