
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت به د ټاسك فورس د سفارشات تر مخه ميري ټائم څانګه كښې اصلاحات کوي،نړيواله منډۍ كښې د پټروليم بيعه كښې د كمي ګټه به هم معيشت او اولس ته منتقل کوو،په دې اړه په آپشنز غور روان دے۔د ګل په ورځ د ميري ټائم په څانګه كښې د اصلاحات په اړه د غونډې مشرۍ كولو سره وزيراعظم ووئيل تير وخت كښې ميري ټائم سيکټر د جمود ښکار ؤ ځكه مخ په وړاندې نه دې تللے، ده ووئېل اصلاحات لپاره ټاسك فورس جوړ شوے كوم چې خپل سفارشات وړاندې كړي او د حکومت لپاره به مرستيتاله ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل حکومت د بجلۍ په بيعه كښې كمے كړے،څو مياشتو راهسې په دې كار روان ؤ ،اوسنے کمے د زراعت ، صنعت ، تجارت ، برآمد کوونكو او كورنو صارفين پشمول ټولو لپاره ګټه ور دے، ده ووئېل په راروانو مياشتو كښې به دې اړه نوري ښې نتيجې رامخې ته شي، په ميکرو ليول معيشت مستحکم شوے۔ زمونږ د ځائې صنعت به د بجلۍ په بيعه كښې د كمي راتللو سره پيداواري لګښت كم شي،د روزګار موقعې به زياتي شي او برآمدات به زيات شي۔ ده ووئېل حکومت په نورو څانګو كښې هم اقدامات کوي،اوسنيو كښې د تيلو په نړيواله منډۍ كښې بيعي كمي شوي۔د بجلۍ بيعه كښې هم اولس ته د دې ګټه منتقل شوې، دغسې اوس به هم د معيشت او اولس ګټې له پريكړې كوو