
اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې په ميانمار او تھائي لينډ كښې د ترسره شوې زلزلے له مخې په ينګون او بنکاك كښې د پاكستان سفارت به په هنګامي حالاتو كښې د پاكستاني وګړو مرستې لپاره فعاله وي۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې ده ووئيل صورتحال په نظر كښې ساتلو لپاره د خارجه وزارت کرائسز مينجمنټ يونټ فعاله كړے شوے دے٬ د بيان له مخئ هر ډول مرستې لپاره په ينګون كښې انور زيب (ناظم الامور) سره 959880922880+ ، محمد شعيب (کونسلر) سره په 959448999967+، علي شير (قونصلر اسسټنټ) سره په 959457099977+، بنکاك كښې فهد (فرسټ سيکرټري) سره په 66 95 968 1506+ ، ياسين (قونصلر اسسټنټ) سره په دې 66 91 697 7702+ او د خارجه وزارت کرائسز مينجمنټ يونټ اسلام آباد كښې په دې فون نمبر 9207887۔051 او اي ميل : cmu1@mofa.gov.pk تماس نيولې كېدې شي۔ د بيان له مخې پاكستان د دې سخت قدرتي افتونو په تناظر كښې د ميانمار او تھائي لينډ وروڼو سره د بشپړه يووالي د لاره كلك ولاړ دے۔(اے پي پي/ګ ل۲۲۰۱)