يو موټې كيدو سره به د اقتصادي او ټولنیز چيلنجونو او ترهګرۍ مخه نيسؤ٬ زمونږ كاميابۍ یووالي، پرله پسې ستړو او وطن پالنې سره تړلې ده٬ علماﺀ كرام دې د ترهګرۍ ختمولو کښې خپل رول ولوبوي. د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وينا

اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اتحاد او اتفاق د لارې به مونږ د پاکستان اقتصادي او ټولنیز چېلنجونه او ترهګري له مېنځه یوسو٬ زمونږ د كاميابۍ راز په یووالي، اتفاق، نه ستړې کېدونکې خوارو او په وطن دوستۍ کښې نغښتے دے٬ په ملي پرمختګ کښې رول لوبول د ژوند هر ډګر سره د تعلق لرونكي كس دنده ده٬ علماء دې د ترهګرۍ په خاتمه کښې خپل رول ولوبوي٬ ذاتي ګټو ته په قامي ګټو ترجيح وركول د پاکستان عظيم قربانیو سره خیانت دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د “رب ذوالجلال احسان – پاکستان ډے” مناسبت سره د اطلاعات او خپرونو وزارت په انتظام كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې تابيا چې د جمعة الوداع په خاص توګه د روژې مباركې د 27مه شپې مناسبت سره شوې٬ پاکستان په ليلة القدر، جمعة الوداع، د هجري كال 1366 د روژې مباركي مياشت د عيسوي كال په 14م اګست كال 1947 كښې جوړ شوے۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو٬ د اسلامي هېوادونو سفيرانو٬ علمائے كرامو٬ ګرد هېواد څخه د ټولو مكتبه فكر تعلق لرونكو شخصياتو او ځوانانو ګډون كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زما لپاره په دې دستوره كښې ګدون د اعزاز خبره ده٬ د روژې په مباركه مياشت كښې پاك پرودګار د پاكستان په صورت كښې مونږ ته دا عظيم نعمت ډالۍ كړے٬ په دې چې مونږ د پاك پروردګار څومره هم شكر ادا كړو كم دے۔ وزيراعظم ووئيل نننۍ ورځ دا تقاضا كوي چې لوي څښتن په دربار كښې سر په سجده شو او د خپلو ګناهونو معافي وغواړو او د زړه د خلاصه زده كړه كولو سره مخ په وړاندې لاړ شو٬ د ملت د یووالي او سوکالۍ په خاطر ذاتي اختلافات له مېنځه یوسئ٬ ذاتي خواهشات قربانۍ كړئ دغسې مونږ د لاسه وركړې شوې مقام بيا ترلاسه كولې شو٬ قائداعظم هم مونږ ته د “كار٬ كار او بس كار درس راكړے٬ ده ووئيل چې قائداعظم او علامه اقبال د يو داسې پاكستان خوب ليدلې ٶ چرته چې هر كس خپله مذهبي آزادي وساتلے شي، پاکستان داسې رياست جوړ شي چې پكښې اقليتونه هم خپلواكه وي او د دوي د حقونو بشپړه تحفظ وكړې شي۔ ده ووئيل آيا پاكستان دې لپاره جوړ شوې چې مونږ خپل ژوند په پور كښې تېر كړو٬ تر څو چې مونږ پاكستان قوي معاشي قلعه جوړه نه كړو تر ھغې به دا سلسله جاري وي، د معاشي آزادۍ نه غېر سياسي آزادي ممكن نه ده، په دې مياشت كښې مونږ له پرېكړه كول دي۔ ده ووئيل زمونږ په دستور كښې وئيلي شوې دي چې رياست به خپل وګړي د دې جوګه كوي چې ھغوي خپل ژوند د اسلام له مخې تېر كړې شي٬ كه مونږ پخپلو پښو ودرېږو او پاكستان يو معاشي قوت جوړ كړو نو بايد په سختې لارې يو ځل تېر شو٬ د كومې چې تاريخ مونږ ته وائي چې هر قام په دې تېر شوې٬ که څه هم د تاریخ په اوږدو کښې قامونه له سختو چېلنجونو سره مخ دي خو د پرله پسې خوارو او هلو ځلو د لارې ئې خپل عروج ترلاسه كړې٬ محمدۖ هم مونږ ته د سختو خوارو درس راكړې٬ په دې تعلماتو بشپړه عمل نه كول زمونږ بدبختي ده٬ زمونږ ځوانانو له به د هېواد ترقۍ لپاره خپل ځان وقف كول وي٬ اقبال دې ځوانان ته د شاهين لقب وركړے ٶ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت دې خپل خرڅونه كم كړي٬ ځوانان اختيار مند جوړول او دوي ته جديد ټيكنالوي وركولو لپاره چې څومره وسائل پكار وي وركوٶ به۔ وزيراعظم ځوانانو ته د وېنا په مهال د هېواد په پرمختګ كښې د ځوانانو رول٬ د حكومت ځوانانو لپاره اصلاحاتي اقدامات او د سباٶن په لائحه رڼا واچوله۔ ده د حكومت لخوا د تعليم، روزګار، ډيجيټل معيشت او په کاروباري موقعو كښې ځوانانو لپاره د بېلا بېلو جاري منصوبو ذكر وكړو۔ وزيراعظم خپلې وېنا كښې د پاكستان جوړولو د بنيادي نظريې، د دې په جغرافيائي، دفاعي او معاشي اهميت هم رڼا واچوله۔ وزيراعظم دا خبره رامخې ته كړې چې پاكستان د روژې مباركې مياشت په 27مه (شب قدر) د يو اسلامي نظرياتي رياست په توګه جوړ شوې چې بنياد دې د پاكستان مطلب څه؟ لا اله الا الله په اصول اېښې شوې۔ ده ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام د لارې ځوانانو ته هنر وركولو لپاره انقلابي اقدامات شوې دي او د دې خواږه به ډېر زر رامخې ته شي٬ په عصري نړۍ كښې د ميډيا، سوشل ميډيا او ځوانانو كردار ډېر د اهميت وړ دے٬ د ميډيا طاقت په زړه پورې بدلون لپاره كارول ډېر ضروري دي٬ علماٶ او پوهانو ته خواست كوٶ چې ھغوي دې د مثبت سوچ او تحقيق ډاډګيرنه وكړي دغسې چې د ناسم معلوماتو او پروپېګنډے لاره ونيولې شي٬ د بده مرغه نن د ناسم معلوماتو او بې بنسټه پروپېګنډے د لارې ټولنه ګمراه كېږي او تقسيم پېدا كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل آئي ايم ايف د پاکستان د محنت اعتراف كړے دي ٬ دې سره بايد زمونږ حوصله زياته شي۔ وزيراعظم ووئيل پرمختګ او سوكالي امن سره تړلے ده او امن او سكون پرمختګ او سوكالۍ سره تړلے دے، بايد مونږ فكر وكړو چې كه مونږ په ګډه كار وكړو نو په يو څو كالو كښې به نه يوازې د منطقې ګاٶنډي هېوادونه شاته پرېږدو بلكې د قائداعظم خوب به هم رښتيا شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ فلسطين او د کشمير مسلمانانو سره د يوالي څرګندونه كوٶ څوك چې د جابر او قابض ځواكونو د ظلم او جبر ښكار دي، په فلسطين كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزي كولو سره اسرائيل يو ځل بيا د نسل كشۍ وحشيانه سلسله پېل كړې ده ٬50 زره وګړي شهيدان كړې شوي كوم چې سراسر ظلم دے كوم چې د انسانيت د برداشت نه بهر خبره ده، د پاکستان 24 کروړه اولس د دې غندنه كوي٬ مونږ لاس په دعا يو چې پاك پروردګار د دې مظلوم منطقو مسلمانانو ته خپلواكي وركړي۔ ده ووئيل زمونږ د كاميابۍ راز په یووالي، اتفاق، نه ستړې کېدونکې خوارو او په وطن دوستۍ کښې نغښتے دے٬ پاك پروردګار په پاكستان خاص رحمت كړے دے٬ دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ نړۍ وښائيو چې مونږ د مينې٬ انصاف٬ امن او اسلامي اصولو په رڼا كښې پرمختګ كوونكې عظيم هېواد پاكستان يو، پاك پروردګار دې پاکستان پخپل حفظ او امان كښې وساتي مونږ دې د هېواد او ملت د خدمت په مشن كښې كامياب كړي۔ په دې موقع ډاكټر قبله اياز هم يو تفصيلي او جامع وېنا وكړه۔