
اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اتحاد او اتفاق د لارې به مونږ د پاکستان اقتصادي او ټولنیز چېلنجونه او ترهګري له مېنځه یوسو٬ زمونږ د كاميابۍ راز په یووالي، اتفاق، نه ستړې کېدونکې خوارو او په وطن دوستۍ کښې نغښتے دے٬ په ملي پرمختګ کښې رول لوبول د ژوند هر ډګر سره د تعلق لرونكي كس دنده ده٬ علماء دې د ترهګرۍ په خاتمه کښې خپل رول ولوبوي٬ ذاتي ګټو ته په قامي ګټو ترجيح وركول د پاکستان عظيم قربانیو سره خیانت دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د “رب ذوالجلال احسان – پاکستان ډے” مناسبت سره د اطلاعات او خپرونو وزارت په انتظام كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې تابيا چې د جمعة الوداع په خاص توګه د روژې مباركې د 27مه شپې مناسبت سره شوې٬ پاکستان په ليلة القدر، جمعة الوداع، د هجري كال 1366 د روژې مباركي مياشت د عيسوي كال په 14م اګست كال 1947 كښې جوړ شوے۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو٬ د اسلامي هېوادونو سفيرانو٬ علمائے كرامو٬ ګرد هېواد څخه د ټولو مكتبه فكر تعلق لرونكو شخصياتو او ځوانانو ګډون كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زما لپاره په دې دستوره كښې ګدون د اعزاز خبره ده٬ د روژې په مباركه مياشت كښې پاك پرودګار د پاكستان په صورت كښې مونږ ته دا عظيم نعمت ډالۍ كړے٬ په دې چې مونږ د پاك پروردګار څومره هم شكر ادا كړو كم دے۔ په دې موقع ډاكټر قبله اياز هم يو تفصيلي او جامع وېنا وكړه