
اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ځوانان مونږ لپاره يو چېلنج سره سره يو عظيم موقع هم ده٬ ځوانانو ته دې د آئي ټي، مصنوعي ذهانت او وظيفائي تربيې وركړې شي نو دوي به د هېواد ستره سرمايه جوړ شي، د ځوانانو روژنې او دوئي لپاره د عصري ټېكنالوجۍ برابرولو كښې سرمايه كارۍ سره به پاكستان په يو څو كلونو كښې پرمختللې هېواد جوړ شي٬ د پور ژوند د عزت په ژوند كښې بدلول دي٬ زه لاس په دعا يم چې د آئي اېم اېف موجوده پروګرام د هېواد د تاريخ وروستې پروګرام شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ د “پرائم منسټرز ډيجيټل يوتھ هب” اجراء دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام، د آئي ټي وفاقي وزيره شزه فاطمي خواجه هم موجود وه۔ وزيراعظم ووئيل دا نننۍ ورځ د يوې ځانګړې خوشحالۍ ورځ ده٬ په كوم دور كښې چې چا ته د مصنوعي ذهانت علم نه ٶ په ھغه زمانه كښې د وزيراعلٰې پنجاب په توګه تعليم، صحت او ځوانانو لپاره مې ترجيحي اقدامات كړي٬ په پنجاب كښې د كال 2011 نه تر كال 2018 د مېرټ په بنياد 4 لكه لېپ ټاپ په ذهين زده كوٶنكو (هلكانو/جينكو) كښې وېړيا وېشلي شوي٬ ځوانانو ته به د آئي ټي، مصنوعي ذهانت او وظيفائي تربيې وركړې شي نو دوي به د هېواد عظيم سرمايه جوړ كړې شي٬ نننۍ نړۍ عصري ټېكنالوجۍ كارولو ته اړتيا لري ٬ د پاکستان ځوانان مونږ لپاره يو چېلنج سره سره يو عظيمه موقع هم ده۔ وزيراعظم ووئيل پاك پرودګار پاكستان له بلها قدرتي نعمتونه وركړي دي٬ كه بېلا بېل هېوادونه د قدرتي سرچينو نعمت لري نو د پاكستان سرمايه د كروړونو په شمېر ځوانان دي۔ده ووئيل رانا مشهود احمد خان ته د پروډکټو اېمپلائمنټ ټاسك وركړے شوے دغسې چې ځوانانو ته د كركيلې او صنعت څانګو، آئي ټي هاٶسز، پوهنتونونو او په ټيکنيکل سنټرز كښې د بهترين تربيې وركولو نه وروسته ملازمتونه وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به خپل خرڅونه كم كړؤ خو د پاكستان ځوانانو ته به بهترينه تربيه وركول باوري كوٶ٬ مونږ ټرېننګ سټنرز له بهترين ټرېنر غواړو٬ ځوانان زمونږ اثاثه دي٬ دوي ته به غوره هنر وركوٶ او د هنر مند ځوانانو د لارې به د هېواد سباون ځلنده جوړٶ٬ وزيراعظم ووئيل د دې پورټل د لارې به صوبو سره په ګډه وسائل وركول باوري كوٶ