د صدر مملكت لخوا د پاكستان ورځې او وړوكي اختر په موقع د بنديانو په سزاګانو كښې د 180 ورځو كمي اعلان

اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاکستان د ورځې او د وړوكي اختر په مناسبت د بنديانو په سزاګانو كښې د 180 ورځو كمي كولو اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په سزاګانو كښې د کمښت منظوري د آئين د آرټيكل 45 لاندې وركړې ده۔ په سزاګانو كښې د كمي اطلاق به د قتل، جاسوسۍ او رياست مخالف فعاليتونو كښې په ككړو او په زنا ٬ غلا ٬ ډاكه ٬ تښتونه او ترهګرۍ كښې په سزا شوو بنديانو نه كيږي۔ دغسې د دې اطلاق به په هغه چا هم نه كيږي كوم چې په مالي جرمونو او قامي خزانې ته د زيان رسولو په جرم كښې سزا شوي دي۔ په سزا كښې د كمي اطلاق به په بهرنيو وګړو اېكټ ٬ 1946 او د منشيات كنټرول (ترميمي) اېكټ 2022 لاندې سزا شوو هم نه كيږي۔ د دې اطلاق به 65 كالو څخه د زيات عمر په وګړو او 60 كالو څخه د زيات عمر په مېرمنو كيږي كومو چې د سزا درې كښې يو برخه تېره كړې وي۔ دغسې خپلو كوچنيانو سره په بنديوانو مېرمنو او 18 كالو څخه په كم عمر لرونكو كسانو به هم د دې كمي اطلاق كيږي