
اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د پاکستان د آی ټي څانګې باصلاحیت افرادي قوت په نړيوال ماركيټ كښې په مسابقتي بنياد د كار كولو استعداد لري٬ د آئي ټي په څانګه كښې د 25 اربه ډالرو د صادراتو هدف ترلاسه کولو لپاره آئی ټي شرکتونو ته ټولې اسانتیاوې برابرولې شي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم د دفتر د میډیا څانګې لخوا خپره شوې اعلامیه کښې وئيلې شوي چې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نوموړې امريكائي ملټي نېشنل آئي ټي كمپنۍ ايفینیټي سي اي او جيرومي كېپېلس په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه او د اړوندو ادارواعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د پاكستان په آئي ټي څانګه كښې لا سرمايه كارۍ كولو كښې د ايفينيټي كمپنۍ خوښي خوشبينه وګرځوله۔ اېفينيټي پاكستان ته قامي او نړيوالو صارفينو لپاره په پاكستان كښې د نړيوال معيارسېنټر جوړولو وړاندېز وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد باصلاحيت ځوانان په آئي ټي ٬ اے آئي او نورو عصري تكنينكي صلاحيتونو د سنګارولو پرورګرام په خپله څارنه كوم٬ د آئي ټي په څانګه كښې د 25 اربه ډالرو د صادراتو هدف ترلاسه کولو لپاره آئی ټي شرکتونو ته ټولې اسانتیاوې برابرولې شي۔ پلاوي د پاكستان آئي ټي څانګې سره د تعلق لرونكو پېشه ور وګړو د څانګې په پرمختګ كښې د هغوي د خوارۍ ستائنه وكړه۔ جیرومی کېپېلس ووئيل د پاکستان آئی ټی څانګه سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره زياته منساسب ده۔ دا مهال په اېفینیټی پاکستان كښی 100 څخه زيات باصلاحيته او ذهين پاكستاني پوهان كار كوي۔ ده ووئيل پاكستاني ځوانان د آئيټي څانګې پرمختګ لپاره د كار كولو استعداد لري۔ د پاكستان د پېشه ور او تربيه يافته افرادي قوت له امله ایفینیټي د دې سيمې تر ټولو كاميابه كمپني ده