د پاك پوځ په خيبر پښتونخوا كښی جلا جلا كارروايۍ ٬ 9 خوارج مړه ٬ 2 اهلكار شهيدان

پېنډۍ ۔15مارچ (اے پی پی) پاك پوځ د روانې مياشتې په 14مه 15 مه نېټه په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د دوه جلا جلا كارروائيو په مهال 9 خوارج وژلې دي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې امنيتي ځواكونو په مهمند ضلع كښې د خفيه معلوماتو په اساس آپرېشن وكړو۔ د آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو پټ ځايونه په فعاله توګه نخښه كړل چې په نتيجه كښی يۍ 7 خوارج ووژل شول۔ بياهم د زياتو ډزو تبادلې په مهال دوه مېړني ځوانان حوالدار اېم زاهد (عمر: 37 كاله، ضلع مالاکنډ) او سپاهی آفتاب علی شاہ (عمر: 26 كاله، ضلع چترال) په مړانه جنګ كولو سره د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ په يوه بله كارروايۍ كښې د ډېره اسماعيل خان ضلعې په مډي سيمه كښې د امنيتي ځواكونو او خوارجو ترمينځه د ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښی يۍ دوه خوارج ووژل شول۔ په سيمه كښې موجود كوم خوارج ختمولو كليئرنس آپرېشن روان دے ولې چې د پاكستان امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔