
اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي لخوا تېره ورځ په پاكستان كښې تعينات د بېلو اسلامي هېوادونو د سفيرانو په درناوي كښې په اسلام آباد كښې د روژه ماتي دستوره وشوه۔ په دستوره كښې لنډ مهاله صدر او د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په خصوصي بلنه ګډون وكړو۔ د خالي په ورځ د خېبر پښتونخوا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ګورنر فيصل كريم كنډي په كوربتوب كښې شوې د روژه ماتي دستوره كښې د اسلامي هېوادونو ترکیه، ملائشیا، انډونیشیا، قازقستان، نائجریا، موروکو، بحرین، تیونس، اردن، آذربائیجان، دارالاسلام، سوډان، شام، تاجکستان، صومالیه سفيرانو او د سعودی عرب، افغانستان، ایران، مصر او لیبیا د سفيرانو استازو ګډون وكړو۔ دې سره سره وفاقي وزير سردار یوسف، د وزیراعظم سلاكار پروېز خټک، د قامي اسمبلۍ غړې عاصمه ارباب عالمګير ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړو او د خارجه وزارت چارواكو هم ګډون وكړو۔ د اسلامي نړۍ سفيرانو په نړيواله كچه د امت مسلمه يو والي له د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ دوئي ووئيل اسلام د امن او خېر دين دے په كوم كښې چې د انسان د ښیګړې او د ټولو مذهبونو د احترام درس وركړے شوے دے۔