
اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاكستان د اسلامو فوبيا په ضد نړيواله ورځ ملګرو ملتونو څخه منظورولو كښې د لارښودنے كردار ترسره كړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې ده ووئيل نن د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ لمانځلې شي دا ورځ مونږ ته دا خبره يادوي چې د مسلمانانو په ضد په نړيواله كچه د تعصب ٬ كركې او امتيازي سلوك په ضد به يو موټې كېدو سره غږ پورته كول وي۔ ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد نړۍ د اسلاموفوبيا خطرناكو نتيجو څخه خبرول هم دي۔ ده ووئيل په مغربي ميډيا كښې په ځينې وختونو كښې اسلام او مسلمانان ترهګرۍ يا انتها خوښۍ سره تړلې شي چې ورسره په اولس كښې ناسمه تاثر پېدا كيږي٬ په سوشل ميډيا د دروغو خبرونو ناسمه معلوماتو دلارې اسلام د يو متشدد مذهب په توګه وړاندے كولے شي۔ ده ووئيل د اسلامو فوبيا مخنيوي له به په نړيواله كچه د مذهبونو احترام باوري كول او د كركې خپرونكې بيانيې په ضد فعاله قانون سازي كول وي۔ ده ووئيل مسلمانان بايد د بېلو ميډيا ادارو دلارې د اسلام حقيقي ٬ سوليز او په بشري حقونو اډانه لرونكې تعليماتو ته وده وركړي۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه زغم ٬ ورورولۍ او امن ته وده وركولو له كار وكړؤ او يوه اسې نړۍ تشكيل كړؤ چرته چې هر يو انسان ته عزت ٬ وقار او يو برابر حقونه ترلاسه وي۔