اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد د سياسي او امنيتي وضعې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې هېواد ته په پیښو چېلنجونو او د دې په ممكنه حل هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې په دې سلا راغله چې په هېواد كښی تلپاتے پاتے امن په ځاے كولو له به ټولو سياسي ګوندونو او اولس له په ګډه خپل كردار ترسره كول و۔ دواړو لارښودو په هېواد او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې په زياتېدونكې ترهګرۍ او د امنيت په ناوړه صورتحال د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئيل د قامي يووالي او هغمږۍ د لارې ترهګر په خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه كېدې شي۔