د عمر ايوب عبوري ضمانتونو كښې تر 8م اپريل پراختيا

لاهور 14 مارچ (اے پي پي) د ترهګرۍ مخنيوي خاص عدالت لاهور په جناح هاٶس، عسکري ټاور او شادمان تهاڼې ته د اور لګولو په درې مقدمو كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب په عبوري ضمانتونو كښې تر 8م اپرېل پراختيا وكړه۔ د جمعې په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت جج منظر علي ګل د رخصتۍ په سبب ډيوټي جج د کېس مختصر سماعت وكړو په دې مهال عمر ايوب خپل وكيل سره په عدالت كښې خپله حاضري ولګوله۔